چارواکي: د بغلان پر بورکه ولسوالۍ د مخالفینو حمله په شا تمبول شوې

د بغلان امنیتي چارواکي وایي، د دې ولایت پر بورکه ولسوالۍ تېره شپه د دولت وسله‎والو مخالفینو پراخ برید وکړ چې امنیتي ځواکونو بېرته په شا وتمباوه.

د بورکه ولسوالۍ د امنیې قومندان محمدعلي ازادي راډیو ته وویل، وسله‎والو تېره شپه د دغې ولسوالۍ پر څو پوستو حمله وکړه.

د ولسوالۍ د امنیې قومندان په وینا په وژل شویو کې د طالبانو یو شمېر قومندانان هم شامل دي.

وسله‎والو طالبانو تراوسه په‎دې اړه څه نه‎دي ویلي.

د بغلان بورکه ولسوالۍ چې له تخار ولایت سره پوله لري، د دې ولایت یوه نا امنه ولسوالۍ ګڼل کیږي.