د ازبکستان د ولسمشر له دماغي خونریزۍ وروسته لاهم د هغه د روغتیا په اړه وروستي معلومات نهدي ترلاسه شوي.
په پلازمینه تاشکند او د ازبکستان په نورو لویو ښارونو کې پرون له پخواني شوروي اتحاد څخه د دې هېواد د خپلواکۍ کلیزه د اسلام کریموف په غیاب کې ولمانځل شوه.
په ځینو ناتائید شوي راپورونو کې ویل شوي چې کریموف د اګسټ په ۲۹ نېټه مړ شوی دی.
په دې اړه شکونه هغه مهال زیات شول چې د کریموف د پلرني ټاټوبي سمرقند ښار په بېلابېلو سیمو کې د پاکولو چارې پیل شوي، لارې او کوڅې بندې دي او خلکو د تګ راتګ اجازه نه ورکول کیږي.
ځینو امنیتي سرچینو د آزادۍ راډیو ازبکي څانګې ته ویلي دي چې د ازبکستان صدراعظم شوکت میرزایوف هم سمرقند ته تللی دی.
په همدې حال کې د اسلام کریموف لورلاله کریمووا پر ټولنیزو شبکو په یوه پیغام کې لیکلي چې پلار یې ژوندی دی او له دماغي خونریزۍ وروسته د ډاکټرانو تر مراقبت لاندې دی.