د حبیب الله کلکاني او د هغو د ملګرو مړي پرون د هغه د یو شمېر پلویانو لهخوا د کابل په شهرارا سیمه کې خاورو ته وسپارل شول.
مخکې له دې چې د حبیب الله کلکاني او د هغه د ملګرو مړي تېره شپه ناوخته د کابل په شهرآرا غونډۍ کې خاورو ته وسپارل شي د هغه د جنازې لمونځ په عیدګاه جومات کې ترسره شو.
لومړنۍ پریکړه دا وه چې د دوی د مړیو پاتې شوني به د شهرآرا غونډۍ ته وړل کېږي او خښیږي به.
وروسته آوازه خپره شوه چې تابوتونه به د کلوله پشتې غونډۍ ته وړل کیږي. خو دا پریکړه په څو شېبو کې بیا بدله شوه او فیصله دا شوه چې مړي به په شهرآرا غونډۍ کې خښیږي.
په دې وخت کې د ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم کسانو د هغو مخه ونیوله او نښته وشوه.
د کورنیو چارو وزارت یوه چارواکي له رویټرز خبري آژانس سره په خبرو کې د کلکاني د پلویانو او د جنرال دوستم د کسانو ترمنځ نښته تائید کړې ده او اسوشېټېډ پرېس خبري آژانس د ښاغلي دوستم د سلاکار او ویاند بشیر احمد ته یینج له قوله په راپور کې ویلي چې یو ساتونکی وژل شوی او ۳ نور ټپیان دي.
ښاغلي ته یینج ماښام مهال په یوه خبري غونډه کې د نښتې یادونه ونهکړه خو د کلکاني د مړي د خښولو په اړه مخکینۍ موافقې ته یې اشاره وکړه.
ښاغلي ته یینج زیاته کړه:
"ښاغلي ډاکټر عبدالله عبدالله حکم کړی و چې پهکې ویل شوي و چې د حبیب الله کلکاني د خښولو مراسم به د کابل ښار په شهرآرا غونډۍ کې ترسره شي. په هغه صورت کې چې دا کار شوی وای، موږ به متأسفانه د تاریخ یوه برخه د یوه شخصیت د نوم تر شعاع لاندې راوستې وای."
په عیدګاه جومات کې د جنازې د لمانځه تر وخته یو شمېر جهادي مشرانو هم په مراسمو کې ګډون درلود خو وروسته ونه لیدل شول.
د ولسمشر پخوانی مرستیال یونس قانوني هم په دې ډله کې و چې په خپله وینا کې یې مقبره په خپل هېواد کې د هر افغان حق وباله.
ښاغلي قانوني زیاته کړه:
"لکه څنګه چې هر هېوادوال پهخپل هېواد کې د ژوند کولو طبیعي حق لري د مقبرې او مرقد د لرلو حق هم لري."
د ازادي راډیو خبریال تېره شپه له شهرآرا غونډۍ څخه په راپور کې وویل چې سیمې ته د پولیسو ځانګړي ځواکونه رسېدلي دي څو د احتمالي نښتو مخه ونیسي.
د حبیب الله کلکاني او د هغه د ملګرو جسدونه له څه کم نهو لسیزو راهیسې د کابل په مرنجان غونډۍ کې خښ وو.
کلکاني د امیر امان الله خان پر ضد له کودتا وروسته په ۱۹۲۹ کال کې واک ته ورسېد.
د هغه واکمنۍ نهه میاشتې دوام وکړ او وروسته د پخواني پاچا محمدنادرشاه له خوا په دار وځړول شو.