د قرغزستان په پلازمینه بشکیک کې د چین سفارت قرغزي وګړو ته د ویزې ورکول وځنډول.
دا پریکړه وروسته له هغه شوې چې د اګسټ پر دېرشمه په بشکیک کې د چین پر سفارت برید وشو چې پهخپله برید کوونکی وژل شوی او د سفارت درې تنه قرغزي کارکوونکي ټپیان شوي دي.
د قرغزستان او چین دواړو هېوادونو چارواکو دا یو تروریستی عمل وباله.
د قرغزستان د بهرنیو چارو وزارت نن خپلو هغو وګړو ته چې د چین ویزې د اخیستلو لپاره غوښتنلیکونه استولي وه، اعلان وکړ چې کیدای شي خپل پاسپورټونه له ویزې سره یا پرته له ویزې بېرته ترلاسه کړي.
په بشکیک کې د چین پرسفارت د برید مسؤلیت تراوسه چا نهدی منلی.
د چین د بهرنیو چارو وزارت پرون ویلي چې پیکنګ به له قرغزستان سره په ګډه کار وکړي څو ژر تر ژره د دې پېښې د عاملینو په اړه کره معلومات ترلاسه کړي.