بریتانیا له لندنه تهران ته پروازونه له سره پیلوي

بریتانیا غواړي له لندنه تهران ته مستقیم پروازونه له سره پیل کړي.دا د ایران د اټمي توافق راهیسې چې د نړۍ له ځواکمنو هېوادونو سره یې کړې له لویدیځ سره د ایران د نېږدې اړیکو وروستۍ نښه ده.

دا په تېرو څلورو کلونو کې لومړی ځل دی چې د بریتانیا الوتکه د سېپټمبر د لومړۍ نېټې په ماښام د لندن له هیټرو Heathrow هوایي ډګره پورته کېږي د سېپټمبرد دوهمې نېټې په سهار مستقیماً تهران ته رسېږي.

د ایران د لانجمن اټمي پروګرام په تړاو د ایران او لویدیځ ترمنځ د شخړو له کبله د ۲۰۱۲میلادي کال له اکتوبر راهیسې دغه هېواد ته د بریتانیا پروازونه ځنډیدلې وو.

د بریتانیا هوایي شرکتونه په پام کې لري هره اوونۍ تهران ته شپږ دوه طرفه پروازونه ولري او غواړي د ۲۰۱۶ میلادي کال په وروستیو کې دغه شمېر نور هم ډېر کړي.

د ایران د اټمي پروګرام په اړه تر موافقې وروسته بریتانوي چارواکو پر کمپنیو ټینګار کړی چې په ایران کې د پانګونې د فرصتونو په لټه کې شي.