د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي چې د ښځینه پولیسو د ځورونې پېښې کمې شوي دي.
دا وزارت وایي چې په تېرو وختونو کې د پولیسو په لیکو کې د ښځینه پولیسو د ځورونې پېښې ډېرې وې خو د دوی د کوښښو او لازمو کړنلارو د رامنځته کولو سره د ځورونې په دغه رقم کې کموالی راغلی دی.
د نوموړي وزارت ویاند صدیق صدیقي د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دوی د ځورونې او په دې اړه ورسېدلو شکایتونو ته رسیدهګي کړې او عاملینیې د قانون منګولو ته سپارلي دي.
ښاغلي صدیقي زیاته کړه:
"په هره برخه کې چې د زور زیاتي پېښې او ستونزې وي، موږ هڅه کړې چې هلته ځان ورسوو او دا وړتیا او توان شته چې په راتلونکي کې هم رسېدهګي ورته وکړو، کورنیو چارو وزارت ژمن دی چې دغه ننګونې او ستونزې لیرې کړي او کومې کړنې چې دوی ترسره کړي ورسره تر یوه حده وضعیت ښه شوی دی."
ښاغلي صدیقي همداراز وویل چې کورنیو چارو وزارت ژمن دی چې د ښځینه پولیسو وضعیت ښهوالی ومومي.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د اروپایي ټولنې استازي فرانز مایکل مېلېبن د تېرې چهار شنبې په ورځ په کابل کې "د پولیس راتلونکې" تر نامه لاندې یوه ناسته کې وویل چې د ښځینه پولیسو پر وړاندې ځینې ننګونې شته چې د ښځو د پرمختګ پر وړاندې یې خنډونه جوړ کړي دي.
بلخوا اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله په همدې ناسته کې ویلي چې که په ادارو کې ښځینه پولیسو سره په سم ډول چلند ونهشي نو خلک به په هېڅ ډول خپلو خویندو او لورګانو ته د پولیسو په لیکو کې د ګډون اجازه ورنهکړي.
د ښځینه قشر امنیت، د نارینه او ښځینه مأمورینو تر منځ دوه ګونی چلند او د ښځینه پولیسو پر وړاندې ټولنیزه بدبیني هغه ستونزې او ننګونې دي چې د افغانستان د بشر حقونو کمېټې مشرې سیما سمر ورته اشاره کړې.
په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د غوڅ ملاتړ مأموریت قوماندان جان نېکولسن ویلي چې د روان کال په جولای میاشت کې ۹۰۰ افغان سرتېري وژل شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت د ویاند په خبره چې د ښځینه پولیسو شمېر په اوس وخت کې په ټولهیيزه توګه ۲۸۶۳ تنه دی او هڅهیې دا ده چې تر راتلونکو لسو کلونو پورې دغه شمېر ۱۰ زرو ته ورسوي.
په همدې حال کې یو شمېر د امنیتي چارو کارپوهان وایي چې که د پولیسو په لیکو کې د ښځینه پولیسو د ځورونې چاره لهمنځه لاړه نهشي، ښايي دغه ځواک نور د پولیسو په لیکو کې دندې ته حاظر نهشي.
خو اوس پوښتنه دا ده چې ولې او کوم لاملونه دي چې د ښځینه پولیسو د ځورونې لامل کېږي.
د امنیتي چارو کارپوه جاوید کوهستاني یې په اړه داسې وویل:
"د پوهې او روزنې نشتوالی او د پولیسو په منځ کې د مسلکي کچې شته ټیټوالی د دې لامل شوی چې په امنیتي جوړښتونو کې دغه ډول ستونزې تر سترګو کېږي چې له دوی سره د نورو ښځو یوځای کېدو پر وړاندې یو لوی خنډ ګرځي."
ښاغلي کوهستاني ټینګار وکړ چې له دې ستونزې نه د وتلو لپاره باید د پولیسو په لیکو کې د ښځینه پولیسو شمېر زیات شي.
دی زیاتوي چې د پولیسو لپاره دې حقوقي بنسټونه جوړ شي او په پولیسو کې دې د ناپوهه کسانو له جذبولو ډډه وشي.
راپور: سهارګل امیرزی