یوه روسي ډیپلوماټ ویلي چې د امریکا متحده ایالاتو د ایران د اټمي موافقې په برخه کې د ژمنو خپله برخه پوره کړې، خو وایي، د ایران په وړاندې د دوی یو اړخېزو بندیزونو لاهم پرځای دي او هغه د ایران لپاره لوی خنډونه جوړ کړي دي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سرګي ریابکوف پرون ایران ته په خپل سفر کې د ایټرټاس خبري اژانس ته وویل چې امریکا خپلې هغه ژمنې چې تېرکال یې له ایران سره په اټمي موافقتنامې کې کړي وې؛ عملي کړي، خو وایي تر هغه ډېر کار یې نهدی کړی.
د ریابکوف په خبره ټول هغه یو اړخېز بندیزونه چې تر اټمي موافقې دمخه د امریکا لهخوا پر ایران لګول شوي وه، پرځای پاته دي.
دی وایي، د دغو تحریمونو له مخې ایران هره معامله چې په ډالرو کېږي، باید د امریکا لهخوا تصدیق شي او کېدای شي هر وخت وځنډېږي.
ریابکوف وایي، د اکثرو نړیوالو بندیزونو له لېرې کېدو سره سره ډیری اسیایي او اروپایي شرکتونه له ایران سره د معاملو په برخه کې له احتیاطه کار اخلي.