مېرکل پرځینو پناه غوښتونکو ټینګار کوي چې خپلو هېوادو ته لاړ شي

د جرمني صدراعظمې انګیلا مېرکل یوځل بیا پر هغو پناه غوښتونکو چې د اوسېدوکو جواز نه ورکول کېږي، ټینګار کوي چې خپلو هېوادونو ته ولاړ شي، کنه نو د مېرکل په خبره مستحقو کډوالو ته هغه څه نه‎شي کولای چې اړتیا یې ده.

نوموړي پرون د ایټالیا په مارانیلو ښار کې د هغه هېواد له صدراعظم ماتیو رینزي سره په یوه ګډه خبري غونډه کې وویل:

"دا ښکاره ده چې موږ به د خپلو بشري مکلفیتونو درناوی وکړو، خو زه غواړم دا هم ووایم چې هغه کسان چې د اوسېدو حق نه ورکول کېږي باید خپلو هېوادونو ته بېرته ستانه شي ځکه له‎دې پرته د هغو کډوالو لپاره چې له جګړه ځپلو هېوادونو څخه تښتیدلي هغه څه نه‎شو کولای چې اړتیا یې وي."

مېرمن مېرکل د انسانانو د غیر قانوني قاچاق د مخنیوي لپاره د اروپایې اتحادیې او ترکېې ترمنځ شوی توافق مهم وباله او خوښي يې وښوده چې دغه توافق اوس هم عملي کېږي.

د پناه غوښتونکو په برخه د صدراعظمي مېرکل دریځ په خپل هېواد کې یې د ځینو کسانو له‎خوا تر انتقاد لاندې دی.

دوی تر ډېره هغو بریدونو ته ګوته نیسي چې د روان کال په اوږدو کې په جرمني کې د مېشتو کډوالو له‎خوا وشوه.

مېرکل پر نورو هېوادونو ټینګار کوي چې د غیرقانوني توګه د انسانانو د قاچاق د مخنیوي په برخه کې لا ډېر کار وکړي.