ننګرهار کې دوه تنه انتحاريان هدف ته تر رسېدو وړاندې نیول شوي

د ننګرهار ولایتي چارواکې وايي، د ملي امنیت کارکوونکو نن د تورخم په ښارګوټي کې دوه تنه ځانمرګي برید کوونکې هدف ته تر رسېدو وړاندې نیولي دي.

د دغه ولایت د والي ویاند عطالله خوږیاڼي نن ازادي راډيو ته وویل چې نیول شوي کسان دوه تنکي ځوانان دي او ځانونه یې د پېښور کندل اټک سیمې اوسیدونکې ښودلې دي.

نوموړي وویل، نیول شوي کسان شاکرالله او ساجد نومیږي او په خپلو لومړنیو څرګندونو کې ویلي چې دوی ته د پاکستان په یوه مدرسه کې زده کړې ورکول شوي.

دا لا تراوسه نه ده معلومه چې د دغو ځان وژونکو بریدګرو هدف څوک او کومه سېمه وه.