په خوست ښار کې دوه سړکونه چې د ۲۲ میلیونه افغانیو په لګښت د شپږو میاشتو په موده کې جوړ شوي دي نن ګټې اخېستنې ته وسپارل شول.
د یادو سړکونو د پرانېستې په مراسمو کې د خوست والي حکم خان حبیبي ازادي راډيو ته وویل چې د دغو سړکونو په اساسي رغولو سره به د ښار په ټرافیکي ګڼه ګوڼه کې هم لږوالۍ راشي.
نوموړي د نویو پروژو د کاري کیفیت په اړه هم ډاډ څرګند کړ او زیاته يې کړه چې د ځايي ادارې او ولایتي شورا لهخوا د ټولو پلي کېدونکو پروژو کار له نېږدې څارل کیږي او نیمګړتیاوې يې ودانیز شرکت ته په ګوته کوي.
د یادونې وړ ده، د خوست ښار سړکونه چې په وروستۍ یوه نیمه لسیزه کې پاخه شوي ډیری يې د وخت به تېریدو زیانمن شوي دي.