د اسپانیا او بلجیم د فوټبال ټیمونه نن شپه سره سیالي کوي

ټاکل شوې چې نن شپه د اسپانیا او بلجیم د فوټبال ټیمونه سره سیالي وکړي.

د اسپانیا د فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې دغه سیالي به نن شپه پر ۱۱:۱۵ بجې د بلجیم په بروکسل لوبغالي کې ترسره شي.

د دغو دوو ټیمونو روزونکو رسنیو ته وویل چې لوبغاړي د لوبې لپاره ښه چمتوالی لري.