پسرلی: د چمن ـ سپین‎بولدک تړلي لار میلیونونه ډالر زیان اړولی

د افغانستان سوداګرۍ او صنایعو خونې مسؤلین وایي چې د ګاوندي هېواد پاکستان د دوه مخي سیاست له کبله له دغه هېواد سره د افغانستان راکړه-ورکړه له درې میلیارډ ډالرو څخه یو اعشاریه درې میلیارډ ډالرو ته را کښته شوې ده.

دا په‎داسې حال کې ده چې پاکستان له تېرو۱۳ ورځو څخه د چمن ـ سپین‎بولدک ټرانزیټي لاره تړلې وه چې نن بېرته د ترافیکو پر مخ پرانیستل شوه.
د سوداګرۍ او صنایعو خونې د ویاند صیام الدین پسرلي په خبره د دغه لارې د تړل کېدو له کبله افغان سوداګرو ته په میلیونونه ډالر زیان اوښتی چې دا کار د نړیوالو اقتصادي اصولو خلاف هم دې.