ارغنديوال: که عضوي سرې نتیجه ورکړه فابریکه به جوړه کړو

د لومړي ځل لپاره یو افغاني خصوصي شرکت غواړي چې د یو چینايي شرکت په مرسته افغانستان کې د عضوي سرې د پروسېس یوه فابریکه جوړه کړي.

د دغه خصوصي شرکت مشر سید احمد ارغنديوال ازادي راډیو ته وویل چې د اوس لپاره يې د دغې سرې نمونه پروان ولایت ته راوړې او که يې نتیجه ښه وه نو د فابریکې جوړولو چارې به یې پیل کړي.

په ورته وخت کې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند لطف الله راشد هم ازادي راډیو ته وویل چې عضوي سره تر کیمیاوي سرې ښه نتیجه ورکوي او په خبره یې، دغه ډول سره د میوه‎جاتو او نورو کرنیزو محصولاتو پر حاصلاتو ښه اغېز لري.