د لوګر والې وایي، په څرخ ولسوالۍ د برید له پای ته رسېدو وروسته دا مهال افغان ځواکونه د سېمې د تصفیې په پلان بوخت دي.
محمد حلیم فدايي ازادي راډيو ته وویل چې په دې حملې کې یوازې یو پولیس ټپي شوی او شپږ حمله کوونکي وژل شوي او دولس نور ټپیان شوې دي.
وسلهوالو نن سهار له یوې انتحاري حملې وروسته د لوګر پر څرخ ولسوالۍ برید وکړ.
د لوګر د ولایتي شورا رئیس سید قریب الله سادات ازادي راډيو ته وویل چې پهدې حمله کې یو د ملي اردو سرتیری وژل شوی او د څرخ امنیې قومندان په ګډون درې افغان سرتېري ټپیان شوي دي.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد د برید مسؤلیت منلی او ویلي یې دي چې پهدې برید کې يې ګڼو افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله اړولې، خو ځايي چارواکي دا ادعا نه مني.