د کندز الچین پُل له بیارغونې وروسته د ترافیکو پر مخ خلاص شو.
د کندز والي اسدالله عمرخېل تېره ورځ ناوخته رسنیو ته وویل چې د ملي پوځ ځواکونه وتوانېدل چې پر دغه پُل باندې د استحکام پُل نصب او د کندز–شیرخان بندر لویه لاره د ترافیکو پر مخ خلاصه کړي.
نوموړي وویل، دغه پُل د څه باندې ۴۰ مترو په اوږدوالي وېجاړ شوی وو او په وینا یې چې ډېر ژر به دغه پُل په اساسي ډول ورغوي.
د الچین پُل د ۳۰۰ متره اوږدوالي په درلودو سره د کندز ښار شمال لوري ته موقعیت لري او دغه پُل د کندز مرکز له شیرخان بندر سره نښلوي.
د الچین پُل کابو درې اوونۍ وړاندې د وسلهوالو طالبانو لهخوا پر بمونو الوزول شوی وو.
خو ذبیحالله مجاهد چې ځان د وسلهوالو طالبانو ویاند معرفي کوي وايي چې د الچین پُل وسلهوالو طالبانو نهدی ویجاړ کړی.