له امریکا نه کیوبا ته لومړنۍ تجارتي الوتکې سفر وکړ

له امریکا څخه کیوبا ته وروسته تر نېږدې نیمې پېړۍ، لومړنۍ تجارتي الوتکې سفر وکړ.

(جېټ بلو درې سوه اووه اتیا) الوتکه پرون سهار له فلوریډا ته والوته او نېږدې یو ساعت وروسته کیوبا ته ورسېده.

په دې الوتکه کې د امریکا د ټرانسپورټ وزیر انتوني فاکس او د الوتکې د پنځه عملې په ګډون یو نیم سل سپرلۍ وې.

د ۲۰۱۴ کال له ډسمبره راهیسې امریکا او کیوبا هڅې پیل کړې دي چې اړیکې عادي کړي.

امریکا په هاوانا او کیوبا په واشنګتن کې سفارتونه پرانیستې دي.

د مارچ په میاشت کې ولسمشر بارک اوباما کیوبا ته سفر وکړ او په مې میاشت کې د امریکا د سوداګرۍ لویه بېړۍ د کیوبا بندر کې ودرېده.