د ازبکستان د دولتي ټلوېزیون ویاندې د هېواد خپلواکۍ د ورځې پیغام د اسلام کریموف له لوري ولوست.
اسلام کریموف وروسته تر دې چې مغزي سکته وکړه په روغتون کې داخل شو او دا خبرې کېږي چې څوک به د هغه ځای ناستی شي.
د اګسټ په ۲۸مه اعلان وشو چې کریموف بستر شوی.
د ده کشرې لور لاله کریموفا طلایفا د اګسټ په ۳۱مه په ټولنیزو رسنیو کې ولیکل چې د دې اته اویا کلن پلار ژوندی دی.
اسلام کریموف له تېرو ۲۷ کلونو راهیسې د ازبکستان ولسمشر دی.