د افغانستان ولسمشر اشرف غني د ازبکستان ولسمشر پر ناروغۍ او بستري کېدو خواشیني څرګنده کړه.
په هغې اعلامیه کې چې ارګ خپره کړې ده، ویل شوي دي چې اسلام کریموف د سیمهییزو مناسباتو په پراختیا کې مهم رول لرلی دی.
د ازبکستان د رسنیو په وینا نن پنځمه ده چې د ازبکستان ولسمشر اسلام کریموف بستر شوی دی.
داسې اوازې هم خپرې شوې دي چې د ازبکستان ولسمشر وفات شوی دی.