په پکتیا کې افغان چارواکي هیلهمن دي چې نن به جانيخېل ولسوالۍ له طالبانو بېرته ونیسي.
دا ولسوالۍ اوونۍ مخکې طالبانو ونیوله.
د پکتیا والي ویاند نقیب احمد اتل ازادي راډیو ته وویل:
"له مرکز کابله تازه دمه سرتېري راغلي دي. د ولسوالۍ درې یا دوه کېلو مترۍ ته رسېدلي دي او هره شېبه داسې هیله شته چې دغه ولسوالۍ د وسلهوالو له موجودیته پاکه شي."
افغان چارواکي په جانيخېلو ولسوالۍ کې د تېرو څو ورځو جګړو په ترڅ کې د شاوخوا ۱۷۰ طالبانو د وژلو ادعا کوي، خو طالبان وایي چې دوی حکومتي لوري ته درانه تلفات اړولي دي او د ولسوالۍ مرکز د دوی په لاس کې دی.