کري: پاکستان دې د ترورېستي ډلو پټنځایونه له‌منځه یوسي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له پاکستانه وغوښتل چې د هغو ترورېستي ډلو چې په سیمه کې د سولې د ټینګښت مخه نیسي، پټنځایونه له‌منځه یوسي.

جان کري پرون وویل، پاکستان په وروستیو میاشتو کې له ځینو پرمختګونو سره-سره دې ته اړتیا لري چې د هغو سخت دریځو په وړاندې چې د خاورې دننه‌یې پټ دي جدي مبارزه وکړي.

کري دا څرګندونې پرون له هنده د کتنې په دوهمه ورځ وکړې او زیاته‌یې کړه چې پاکستان باید لکه د حقاني شبکې او لشکر طیبه په څېر ډلو فشارونه زیات کړي.

ښاغلي کري زیاته کړه:

"دا واضح ده چې پاکستان باید پر دې کار وکړي او په دې هېواد کې پر هغو ډلو چې په ترورېستي فعالیتونو کې ښکېل دي، ډېر فشار راولي او دوی هم باید له موږ سره کار وکړي."

د امریکا متحده ایالات د پاکستان د استخباراتو اداره د حقاني شبکې په ملاتړ تورنوي.

د پاکستان پوځ په دې وروستیو کې په شمالي وزیرستان کې چې حقاني شبکه دېره ده، پوځي عملیات پیل کړي دي.