د کندهار ملي امنیت ریاست په دغه ولایت کې د حقاني شبکې د څلورو وسلهوالو ډلو د نیولو خبر ورکوي.
له دغه ریاسته په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې په نیول شوو ډلو کې د کسانو شمېر له شلو زیات دی او دوی په لومړینو څېړونو کې ویلي چې د پولې اخوا کندهار ته د ورانکاره کړنو لپاره راغلي وو.
د سرچینې د معلوماتو له مخې یادو وسلهوالو ډلو په کندهار کې ځانمرګي بریدونه، ترورونه او د امنیتي ځواکونو پر قطارونه بریدونه تنظیمول.