د کلیو او پراختیا وزارت راتلونکې اوونۍ په۱۰پروژو کار پیلوي

د کلیو او پراختیا وزارت راتلونکې اوونۍ د سړک جوړونې په برخه کې ۶،۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د لسو پروژو کار پیلوي.

له دغه وزارته په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې یادې پروژې به بغلان، سمنګان، تخار، بلخ او کندهار ولایتونو کې بشپړې شي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې د کلیو او پراختیا وزارت د روان هجري لمریز کال له پیل څخه تر دې دمه ۳۶۹۹ کیلو مټره سړک چې ډېره برخه کې په کلیو او بانډو کې و ،پوخ کړی دی.