الکوزی: هند ژمنه کړې له افغان میوو به مالیه نه‎اخلي

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسؤلین وایي، هندوستان ژمنه کړې چې د افغانستان له تازه میوو څخه به مالیه او ګمرکي محصول نه‎اخلي.

د دغې خونې مرستیال خان جان الکوزي ازادي راډیو ته وویل چې له پاکستان سره د افغانستان راکړه-ورکړه له خطرونو سره مخ ده او په خبره يې افغان حکومت باید بدیله لاره پیدا کړې.

د ښاغلي الکوزي په خبره افغانستان دې هم د ګاونډي هېواد پاکستان د فشارونو په بدل کې د دغه هېواد ټرانزیټي لار بنده کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د سپین‎بولدګ چمن لاره د څو اونیو را په دې خوا د پاکستان له‎خوا تړل شوې او افغان سوداګرو ته له دې درکه په میلیونونه ډالر زیان اوښتی.