وردګ: د پکتیا جاني خېلو کې ۱۷۰ طالبان وژل شوي

د پکتیا امنیتي چارواکي په دغه ولایت کې د ۱۷۰ تنو وسله والو مخالفینونو د وژلو خبر ورکوي.

د پکتیا د امنیت امر محمد ایوب وردګ وايي چې په جاني خېلو کې د افغان ځواکونو عملیات روان دي او وسله والو ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

د طالبانو ویاند ذبح الله مجاهد بیا خپل لورې ته د مرګ ژوبلې د اوښتو خبرنه نه مني او وايي چې لاهم دغه ولسوالۍ د دوی په ولکه کې ده.

په یوه بل خبر کې اورۍ چې وسله والو طالبانو تېره شپه د غور ولایت په پسابند ولسوالۍ کې پر یو شمېر امنیتي پوستو بریدونه کړي او افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د پسابند امنیه قوماندان عبدالواحد وايي چې په نښتو کې څلور افغان سرتېري وژل شوي او یولس تنه ټپیان شوې خو هغه سیمې چې طالبانو نیولې بېرته یې تصفیه کړې دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.