د خيبر پښتونخوا اعلی وزير پرويز خټک د افغان کډوالو د ستونزو د هوارولو لپاره د رستم شاه مومند تر مشرۍ لاندې يوه کمېټه اعلان کړې.
هغه ویلي چې د نومبر تر ۱۵ پورې به د نا راجسټر شویو افغان کډوالو پر خلاف کوم قانوني عمل نهکوي.
دا خبرې اعلی وزير د افغان کډوالو په اړه د یوې خبري غونډې پر مهال وکړې.
غونډه د صوبايي اسمبلۍ ویاند اسد قيصر په مشرۍ وشوه چې د پوليسو مشر ناصر دراني او پارلماني مشرانو هم پهکې ګډون درلود.