صربیا کې د پناه غوښتونکو د قاچاق په تور ۳ تنه نیول شوي

د صربيا دفاع وزارت وايي امنيتي ځواکونو يې درې کسان نيولي چې هڅه يې کوله څلورشپېته افغان پناه غوښتونکي دغه هېواد ته قاچاق کړي.

په دغو افغانانو کې يوه اميندواره ښځه او يو څلور کلن ماشوم هم شامل دى.

د صربيا دفاع وزات نن وويل چې پرون ناوخته د پوليسو او پوځ د ګډې ګزمې پر مهال دغه قاچاقچيان د بلغاريا سرحد ته نژدې چې هڅه يې کوله پناه غوښتونکي د موټرو په مرسته ولېږدوي- نيول شوي دي.

وزارت وايي څلوردېرش پناه غوښتونکي يوه موټر ته خېژول شوي وو او هڅه کېدله ٣٠ تنه نور پناه غوښتونکي دوو نورو موټرو ته وخېژول شي.

صربيا له بلغاريا او مقدونيا سره پر خپل سرحد د ګزمې لپاره د پوليسو او پوځ ګډې ډلې ګمارلي، څو د هغو پناه غوښتونکو مخه ونيسي چې غواړي اروپا ته ځانونه ورسوي.