جاهد د ملي پولیسو په لیکو کې د ښځو حضور یو ضروري امر ګڼي

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر د ملي پولیسو په لیکو کې د ښځو حضور د افغان ښځو د حقونو د دفاع لپاره یو ضروري امر ګڼي.

تاج محمد جاهد نن په کابل کې د لید لوري او د ملي پولیسو راتلونکي تر عنوان لاندې کنفرانس کې چې د اروپايي پولیسو د مأموریت په مرسته کابل کې جوړ شوی و، د ښځو ستونزو ته د رسیده‎ګي لپاره د ښځینه پولیسو پر رول ټینګار وکړ.

ښاغلي جاهد زیاته کړه:

"د پولیسو په لیکو کې د ښځو موجودیت یو ضروري امر ګڼل کېږي او دا امر کولای شي، د ښځو د حقونو د دفاع، د دوی ستونزو ته د رسیده‎ګۍ او د تاوتریخوالي د مخنیوي په برخه کې یو حیاتي او ګټور نقش ولري."

ښاغلي جاهد زیاته کړه، کورنیو چارو وزارت ښځینه پولیسو ته په به بېلابېلو برخو کې د اسانتیاو د برابرولو لپاره هڅه پيل کړې دي.

په ورته وخت کې د افغان ولسمشر مېرمن رولا غني ټینګار کوي چې د پولیسو په لیکو کې د ښځو حضور د قانون تطبیق اسانه کوي او همدارنګه ښځې کولای شي خپلې ستونزې په واضح ډول مطرح کړي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو پر اساس دا مهال د پولیسو په لیکو کې شاوخوا درې زره ښځې په دندو بوختې دي.