د افغانستان د فوټبال غوره لیګ سیالیو په دوام به سبا د میوند اتلان او اباسین څپې لوبډلې میدان ته ووځي.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون مطبوعاتي مسؤل سید علي کاظمي ازادي راډيو ته وویل چې دغه سیالۍ به د چهارشنبې په ورځ د مازیګر په پنځو بجو پيل شي.
د ښاغلي کاظمي په خبره د دغو سیالیو په وروستۍ لوبه کې د موجهای امو لوبډلې د هندوکش عقابانو لوبډلې ته یو د صفر په وړاندې ماتې ورکړه.
د افغانستان د فوټبال غوره لیګ سیالۍ هر کال د اتو زونونو تر منځ چې د ۳۴ ولایتونو لوبغاړي پهکې ګډون لري جوړېږي.