د اوبو او انرژۍ وزارت وایي چې راتلونکې اوونۍ به په هرات ولایت کې د تجدید وړ انرژۍ لومړنۍ لویه پروژه پرانیزي.
د دغه وزارت د انرژۍ برخې سلاکار امانالله غالب نن ازادي راډيو ته وویل چې دغه پروژه به دوه مېګا واټه انرژي تولید کړي او د هرات صنعتي پارکونو ته به برېښنا ورکړي چې ورسره به د فابریکو د خاوندانو ستونزې تر ډېره حده هوارې شي.
ښاغلی غالب وايي:
"زموږ اصلي هدف صنعت دی موږ غواړو چې صنعت ته وده ورکړو او د هرات صنعي پارک ته دوامداره برېښنا ورکړو ځکه مو د پروژې ځای هم صنعتي پارک ته نېږدې ټاکلی دی."
د اوبو او انرژۍ وزارت د معلوماتو له مخې دغه پروژه د جاپان لهخوا د پنځه میلیونه ډالرو په ارزښت تمویل شوې او په راتلونکي حمل میاشت کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.