الکوزی: نورو هېوادونو ته د انګورو صادراتو کمېسیون ټاکل شوی

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وایي چې افغان ولسمشر نورو هېوادونو ته د انګورو د صادراتو لپاره یو کمېسیون ټاکلی دی.

د دغې خونې مرستیال خان جان الکوزي ازادي راډيو ته وویل، هغه انګور چې د پاکستان له لارې ورته د ترانزیت اجازه نه‌ورکول کېږي د هوا له لارې به هند او نورو هېوادونو ته صادر شي.

ښاغلی الکوزی وایي، هند هم په دې برخه کې له افغانستان سره د مرستې ژمنه کړې ده.

هغه زیاته کړه:

"اریانا شرکت او نورو هوایي شرکتونو ته‌یې هدایت ورکړ او له هند څخه‌یې هم مرسته وغوښته څو هغه انګورو ته چې پاکستان د ترانزیت اجازه نه‌ورکوي هغه انګور باید انتقال شي، هندوستان ته پرون یوې الوتکې پرواز وکړ او نن هم یو تعداد نورې حرکت کوي ځي، هندوستان هم پر دغه صادراتو مالیه له‌منځه وړې ده."

بل‌خوا د مالیې وزارت او یو شمېر نورو اقتصادي سکتوري وزارتونو هم د افغان سوداګرو سره د صادراتو په برخه کې د مرستو ژمنې کړې دي.

پاکستان شاوخوا ۱۵ ورځې کېږي چې د سپین بولدک ـ چمن لار بنده کړې او د افغان سوداګرو مالونو ته د تېرېدو اجازه نه‌ورکوي.