امریکا وايي ترکیه دې کردانو پر ځای داعش سره مبارزه وکړي

د امریکا دفاع وزیر اشټون کارټر له ترکیې وغوښتل چې خپله مبارزه پر اسلامي دولت ډلې یا داعش متمرکزه کړي، نه پر کرد وسله والو چې امریکا یې ملاتړ کوي.

کارټر وویل موږ پوهیږو چې ترکیه او کرد جنګیالي په خپلو کې تاریخي اختلافونه لري، خو د امریکا ګټې خورا روښانه دي او هغه دا چې ترکیه باید له داعش ډلې سره مبارزه وکړي:

"موږ له دواړو لوريو غواړو چې يو له بل سره جګړه ونه کړي، بلکې د داعش پرضد پر مبارزه دې خپل تمرکز ته ادامه ورکړي، دا له دواړو لوريو سره زموږ د همکارۍ اساس دى."

د کارټر له څرګندونو یوه ورځ مخکې د امريکا دفاع وزارت په یوه بیان کې ویلي و چې د سوريې په جرابلس ښار کې د ترکي ځواکونو او کرد وسله والو ترمنځ جګړې د منلو وړ نه دي او امریکا په دې اړه ژوره اندېښنه لري.

کارټر خبریالانو ته وویل چې د امریکا د وسله والو ځواکونو لوی درستیز جنرال جوزف ډنفورډ د شنبې په ورځ له خپل ترک سیال سره په دې اړه خبرې کړي او په پام کې ده چې بله اوونۍ به پر همدې موضوع د ترکیې له دفاع وزیر فکري ایشیک سره هم په اروپا کې خبرې وکړي.

د واشنګټن له اندېښنو سره سره د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوغان پرون ټینګار وکړ چې ترکیه به په سوریه کې دننه پوځي عملیاتو ته تر هغه وخته دوام ورکړي چې د داعش ډلې او د سوریې کرد وسله وال د ترکیې خلکو ته ګواښ کوي.