هلمند کې سړک غاړې ماین چاودنې ۶ ملکي وګړي وژلي

د هلمند سیمه ییز چارواکي وايي چې د سړک غاړې ماین په چاودنه کې د یوې کورنۍ شپږ غړي وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک نن ازادي راډیو ته وویل چې دا پېښه تېره ورځ ناوخته په ناوې ولسوالۍ کې شوې ده.

ښاغلی ځواک زیاتوي چې وژل شوي ټول کسان د یوې کورنۍ غړي دي چې موټر یې له ناوې ولسوالۍ څخه د خانشین ولسوالۍ په لور واده ته روان و او د سړک د غاړې ماین پرې وچاودېد.

عمر ځواک وايي چې په وژل شویو کسانو کې پنځه نارینه او یوه ښځه شامله ده او همدارنګه په ټپیانو کې دوه نجونې او درې ښځې شاملې دي.

د هلمند ناوه ولسوالۍ په دې وروستیو کې د سختو جګړو شاهده وه.