دفاع وزارت: تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۵۸ مخالفین وژل شوي

د افغانستان دفاع وزارت وايي چې د تېرو ۲۴ ساعتونو په عملیاتو کې ۵۸ وسله‌وال مخالفین وژل شوي ۲۶ ټپیان او ۱۶ نور نیول شوي دي.

له دغه وزارت څخه نن په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه عملیات په غزني، پکتیا، کندهار، هرات، تخار، بغلان، کندز، جوزجان، بلخ او هلمند ولایتونو کې شوي دي.

اعلامیه زیاتوي په یادو عملیاتو کې د ملي اردو ۱۱ سرتېري هم وژل شوي دي.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.