داعش منلې چې عراق کې یې ۱۵تنه وژلي

د اسلامي دولت وسله‎والې ډلې منلې چې د دوی څو وسله‎والو په عراق کې په یو برید کې پنځلس کسان وژلي دي.

دا برید د دوشنبې په ورځ د واده په مراسمو کې وشو.

د واده دا محفل د کربلا په ښار کې جوړ شوی و چې په‌کې ځان‎وژونکی برید وشو. برید ۱۰ تنه ټپیان کړي هم دي.

د عراق امنیتي ځواکونه وايي، پنځو بریدګرو د کربلا په برید کې برخه لرله او څلور تنه‌یې د امنیتي ځواکونو له‎خوا وژل شوي دي.

د داعش وسله‎واله ډله وايي، د عراق په پروني برید کې یې څلور وسله‎وال ښکېل وو.