د جرمني صدراعظمه وايي، هېواد بهیې د ترکمنستان له چارواکو سره له نېږدې کار وکړي چې په افغانستان کې د دواړو هېوادونو (ترکمنستان او جرمني) د ګډو پروژو زمینه وڅېړل شي.
انګېلا مېرکل برلین ته د ترکمن ولسمشر قربان قلي بیردي محمدوف د سفر پر مهال له نوموړي سره په یوه ګډه خبري غونډه کې وویل، د دواړو هېوادونو همکارۍ د افغانستان لپاره ګټه رسولای شي.
اغلې مېرکل وايي:
"د افغانستان د ګاونډي په توګه ترکمنستان له دې هېواد سره د پام وړ همکاري کړې ده. موږ به د بهرنیو چارو له وزارت او د جرمني د پراختیا او اقتصادي همکاریو له وزیر وغواړو څو وڅېړي چې ایا جرمني او ترکمنستان کولای شي د افغانستان په تړاو مشترکې پروژې پیل کړي. موږ د افغانستان په شمال کې فعالیت لرو او ترکمنستان د افغانستان سره په شمال کې شریکه پوله لري. له همدې مخې دا د درې اړخیزو همکاریو لپاره ښه زمینه برابرولای شي."
افغانستان د جوزجان، فاریاب او بادغیس په ولایتونو کې له ترکمنستان سره ۷۴۴ کېلو متره اوږده پوله لري.
بلخوا جرمني د افغانستان په شمال کې د ترکمنستان سره پر پوله پرتو ولایتونو کې لسګونه د بیارغونې پروژې لري.