سپینه ماڼۍ وايي چې ولسمشر بارک اوباما ښايي په چین کې د نړۍ د شلو سترو صنعتي هېوادونو یا جي شل په راتلونکې غونډه کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره غیر رسمي خبرې وکړي.
د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت مرستیال سلاکار بِن رودس «Ben Rhodes» پرون خبریالانو ته وویل، معلومه نهده چې اوباما او پوتین به د سپټمبر په ۴ او ۵مه د جي شل په سرمشریزه کې رسمي خبرې وکړي کنه، خو رودس زیاته کړه چې دواړه مشران اکثراً د سرمشریزو په څنډه کې خبرې سره کوي.
رودس وویل، موږ اکثراً هڅه کوو چې د دواړو مشرانو د کتنې امکانات برابر کړو څو له یو بل سره وویني څو دوی د سوریې او اوکراین پر مسایلو بحث وکړي.
د کرېملېن ویاند ډیمیټري پیسکوف وايي چې د پوتین او اوباما تر منځ غونډه تر اوسه نهده تنظیم شوې.
پیسکوف وویل، موږ چمتو یو، خو د دې کتنې په اړه وروستۍ موافقه تر اوسه نهده تنظیم شوې.