د امریکا دفاع وزیر اشټون کارټر له ترکیې غوښتي دي چې خپله مبارزه پر اسلامي دولت ډلې یا داعش متمرکزه کړي نه پر کُرد وسلهوالو چې امریکا یې ملاتړ کوي.
کارټر وویل موږ پوهېږو چې ترکیه او کُرد جنګیالي په خپلو کې تاریخي اختلافونه لري، خو د امریکا ګټې خورا روښانه دي او هغه دا چې ترکیه باید له داعش ډلې سره مبارزه وکړي. ده زیاته کړه چې دا لومړیتوب همدا اوس باید روښانه شي.
د کارټر له څرګندونو یوه ورځ مخکې پنټاګون په یوه بیان کې ویلي و چې په جرابلس ښار کې د ترکيې ځواکونو او کرد وسلهوالو تر منځ جګړې د منلو وړ نهدي او امریکا په دې اړه ژوره اندېښنه لري.
کارټر د پنټاګون خبریالانو ته وویل چې د امریکا د وسلهوالو ځواکونو لوی درستیز جنرال جوزېف ډانفورډ د شنبې په ورځ له خپل ترک سیال سره په دې اړه خبرې کړي او په پام کې ده چې په راروانه اوونۍ کې پر همدې موضوع د ترکیې له دفاع وزیر فکري ایسیک سره هم په اروپا کې خبرې وکړي.
د واشنګټن له اندېښنو سره-سره ولسمشر رجب طیب اردوغان پرون ټینګار وکړ چې ترکیه به په سوریه کې دننه پوځي عملیاتو ته تر هغه وخته دوام ورکړي چې د داعش ډلې او د سوریې کرد وسلهوال د ترکیې خلکو ته ګواښ کوي.