بلجیم کې تر چاودنې وروسته ۵ تنه نیول شوي

د بلجيم پوليسو د سهارنۍ چاودنې په اړه د پلټنو لپاره پنځه کسان نيولي دي.

د بلجيم رسنۍ راپور ورکړی چې د پلازمېنې بروکسل د جنايي تحقيقاتو انستيتيوت ته نږدې نن سهار چاودنه وشوه.

د بروکسل د څارنوال د دفتر وياندې نن یوې خبري غونډې ته وويل:

"تېره شپه شا او خوا دوې بجې، د جنايي تحقيقاتو انستيتيوت کې اور ولګېد او د بروکسل په ندر اوور هيمبيک کې اور ولګېد، ناوخته وو نو ځکه په ودانۍ کې هيڅ څوک نه وو نو له همدې کبله هيڅ څوک نه دي ټپيان شوي."

تر اوسه د چا د ژوبلېدو راپور نه دى ورکړل شوى.

دولتي ټلويزيون RTBFنن راپور ورکړ، يو موټر چې نن سهار پېښې ساحې ته په زوره داخل شو، وروسته يې بمي چاودنه وکړه.

د بلجیم څارنوالانو ويلي چې ياد پنځه مشکوک کسان د چاودنې له ځای سره د حملې پر وخت نيول شوي دي.

په راپور کې ويل شوي، که څه هم په چاودنه کې څوک ژوبل شوي نه دي، خو زيانونه يې اړولي دي.

په نورو راپورونو کې ويل شوي چې د پېښې ځاى ته نږدې د پوليسو ځواک ګمارل شوى او سيمه کلابنده شوې ده.

د جنايي تحقيقاتو دغه انستيتيوت د بلجيم د عدلي چارواکو تر صلاحيت لاندې د تحقيقاتو چارې پرمخ بيايي.