یمن کې موټر بم حملې ۲۵ حکومت پلوه ځواکونه وژلي

د يمن امنيتي چارواکي وايي، په عدن ښار کې يوه ځانوژونکي بریدګر نن د يوه موټر په وسیله چاودنه کړې ده او پنځويشت حکومت پلوه ځواکونه يې وژلي چې سعودي عربستان ته یې د يمن په شمالي پوله کې د جګړې تياری کاوه.

د يمن چارواکو ويلي، په دې حمله کې تر شپېته زيات کسان ټپيان شوي چې په سیمه کې درېیو بېلا بېلو روغتونو ته وړل شوي دي.

موټر بم دوو ښوونځيو او يوه جومات ته نېږدې چاودنه وکړه چېرته چې ځواکونو په دغه جګړه کې د ګډون لپاره نوم ليکنه کوله.

سعودي عربستان هڅه کوي د دغو عملیاتو لپاره د پنځو زرو کسانو ځواک وروزي.

د اسلامي دولت سخت دريځې ډلې ويلي، د دوی يوه غړي دا حمله کړې ده.