د سوریې منبیج کې "کرد وای پي جي"ځواکونه ځای پر ځای شوي

د سوريې په شمالي منبيج ښار کې د دې هېواد تازه دمې کرد وای پي جي جنګيالي ځای پر ځای شوي دي.

دا په داسي حال کې ده چې د ترکيې پوځ او د ترکيې په ملاتړ سوري ياغي ډلې هلته نېږدې د جګړې تياری کوي.

د ترکيې په مشرۍ پوځي ځواکونه د منبیج ښار شا او خوا ګومارل کېږي، خو د سوريې د کرد ملېشو يوه وياند هغه راپورونه رد کړل چې وايي، دغه ملېشه ځواکونه سيمې ته تازه دمې سرتېري لېږي او وې ويل چې ټول کرد ځواکونه د سوريې په شمال کې د انقرې او امریکا غوښتنو ته پام کوي او د فرات سيند له لويديځې غاړې وزي.

منبیج چې د فرات سیند تر غاړې پروت دی، د اګست په لومړيو کې د امریکا په ملاتړ د سوري کرد ځواکونو له خوا له اسلامي دولت سخت دريځو څخه له لسو اوونيو جګړو وروسته ونیول شو.

خو د ترکي ولسمشر رجب طيب اردوغان پرون د اګست په اته ويشتمه ژمنه وکړه، هغه ترکي ځواکونه چې د اګست په درويشتمه سوريې ته ننوتلي، له وای پي جي سره به همغومره په کلکه جګړه کوي لکه له داعش ډلې سره.

د سوريې له شماله خبريالان راپور ورکوي چې د وای پي جي جنګيالي منبیج ته نوي وسلې او تازه دمي جنګيالي لېږي.

په همدې حال کې د ترکيې پوځ او د سلطان مراد په نامه د ترکيې په ملاتړ د سوري ياغيانو ډلې د ښار پر لور پرمختګ کړی دی.