کندز کې د افغانستان او تاجکستان نښلوونکي، د آلچین پُل د ویجاړېدو له امله هره ورځ سوداګرو ته له دوو تر درې لکو ډالرو زیان اوړي.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خان جان الکوزي ازادي راډیو ته وویل چې د آلچين پُل د ویجاړېدو له امله د پله دواړو غاړو ته د افغان سوداګرو سلګونه په تازه میوو او سبزیجاتو بار کانټینرونه بند پاتې او مالونه یې خراب شوي دي.
د ښاغلي الکوزي په وینا د رامنځته شوې ستونزې له امله نه یوازې سوداګرو ته، بلکې د دولت خزانې ته هم هره ورځ په لکونه افغانۍ زیان اوړي.
د سوداګرۍ او صنایعو د خونې مرستیال وايي، افغان دولت باید د یاد پُل د بیارغونې په خاطر جدي او بېړني ګامونه پورته کړي.