د مالیې وزیر"حکیمي" د خصوصي سکټور له استازو سره وکتل

د افغانستان د مالیې وزیر اکلیل حکیمي د خصوصي سکټور له استازو سره وکتل.

د دغه وزارت له‎خوا نن په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي شوي چې د مالیې وزیر د پاکستان له لارې د میوو د صادراتو په تړاو د هغو ستونزو په اړه بحث او خبرې کړي چې د خصوصي سکټور سوداګر او پانګه‎وال ورسره مخ دي.

خبرپاڼه وایي، د دې لیدنې هدف دا و چې څنګه کولای شو خصوصي سکټور ته د میوو د لیږد په برخه کې اسانتیاوې رامنځ‎ته کړې.

افغان حکومت په‎دې وروستیو کې داسې هڅې پیل کړي څو د خصوصي سکټور لپاره د امکان تر کچې اسانتیاوې رامنځ‎ته او د دوی ستونزو ته د هواري لارې چارې پیدا کړي.