خوګیاڼي: د ننګرهار چپرهار کې ۶۷ وسله وال طالبان وژل شوي

د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي، دیاد ولایت په چپرهار ولسوالۍ کې لسګونه وسله وال طالبان وژل شوي.

د دغه ولایت ویاند عطاالله خوګیاڼ وايي، نن دوشنبې سهار وختي شاوخوا درې بجې د چپرهار ولسوالۍ اړوند په سپين جومات او شين کندۍ سیمو کې د دولت وسله والو مخالفينو پرضد ځانګړي عمليات ترسره شوي چې په پایله کې ۶۷ وسله وال وژل شوي او ۳۷ تنه نور زخميان شوي.

نوموړي وویل چې ددغو ځانګړو عملياتو پرمهال افغان هوايي ځواکونو هم برخه لرله.

بلخوا طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډيو ته په راستولي پيغام کې د ۷ تنو ملګرو مرګ ژوبله منلې او ادعا يي کړې چې د دوی په ځوابیه ډزو کې دیارلس تنه داخلي او بهرني ځواکونه هم وژل شوي، خو د ننګرهار ولایتي اداره بیا امنيتي ځواکونو ته د تلفاتو اړولو ادعا نه مني.