د لور زېږولو په خاطر مېرمنو سره تاوتریخوالی

په دې نږدې وختونو کې یوه مور په دې خاطر د خپلې کورنۍ لخوا ووژل شوه چې ولې یې لور زېږولې وه، ځینې افغانې کورنۍ د لور په زېږېدو له مور سره تاوتریخوالی کوي.

د انساني تاریخ ګڼې پاڼې له ښځو سره د مختلفو ظلمونو په تور تورې شوي دي چې په هغو کې یوه هم د جنسیت موضوع ده، موږ لولو چې په اکثرو ټولنو کې نارینه ماشوم ته د نجلۍ په پرتله ډېر ارزښت ورکړل شوی دی، خلکو تل هلک ته په ښه نظر او نجلۍ ته د ضعیف او کمزوري موجود په سترګه کتلي او ترخپله وسه یې ظلم او زور زیاتی ورسره کړی.

ګڼ افغانان چې کله یې زوی پیدا شي ډېره خوشالي کوي، خو د لور په زېږېدو غم او خپګان ښکاره کوي، په اکثرو افغان کورنیو کې د لور پیدا کېدل په "وې" پیلېږي، آن په ځینو مواردو کې کوچنۍ ماشومې ته د شومې، بد قدمې، سپیرې او بدبختې نومونه اخلي او شیدې نه ورکوي، مور سره په دې خاطر چې لور یې زېږولې د مرګ ترحده تاوتریخوالی کېږي، سم خواړه نه ورکوي او بد و رد ورته وایي.

د پروګرام اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

Your browser doesn’t support HTML5

نیمه نړۍ

جوړوونکې:مسعوده نیازۍ