اطلاعاتو ته د لاسرسي د فرهنګ دودولو او پیاوړتیا په نوم نن یو سراسري کمپاین پیل شو.
دغه کمپاین اطلاعاتو ته د لاسرسي د څار کمېسیون له لوري پیل شوی او هدف یې دا دی چې خلک اطلاعاتو د لاسرسي په اړه معلومات پیدا کړي.
د دغه کمېسیون رئیس سیداکرام افضلي نن خبریالانو ته وویل چې اطلاعاتو لاسرسی د ټولو هېوادولو حق دی او باید حکومت پهدې برخه کې کار وکړي.
نوموړي وویل، که چېرې په خپل وخت اطلاعات د رسنیو په واک کې نه ورکول کېږي دوې به پهدې برخه کې جدي اقدام وکړي.
اطلاعاتو ته د لاسرسي څار کمېسیون کال مخکې په کار پیل کړی او دنده لري چې اطلاعاتو ته د لاس رسي د زمینو په برابرولو نظارت وکړي.