د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني له ایراني چارواکو سره د کډوالو د ستونزو ترڅنګ په بېلابېلو مسایلو خبرې کړي دي.
د دغه وزارت ویاند شکیب مستغني نن پهدې اړه ازادي راډيو ته وویل:
"د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر ایران ته د سفر پر مهال د دغه هېواد له چارواکو سره په دوه اړخېزو همکاریو ترڅنګ په بېلابېلو مسایلو خبرې کړي دي."
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیرصلاح الدین رباني تېره ورځ د خپل ایراني سیال په بلنه په دوه ورځني سفر تهران ته ولاړ.
د بهرنیو چارو وزارت وایي، ښاغلی رباني به د دغه سفر پر مهال د ایران له ولسمشر سره هم وګوري.