د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کري بنګله‌دېش ته ورسېد

د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کري نن بنګله دېش ته ورسېد چې په دغه هېواد کې تر يو لړ خونړيو حملو وروسته له صدراعظمې شيخ حسينه واجد سره د سخت دريځو وسله‌والو پر ضد د مبارزې پر لارو چارو خبرې وکړي.

تمه کېږي په دې يو-ورځنۍ کتنه کې جان کري له مدني فعالانو او د اپوزيسيون له رهبرانو سره هم وګوري.

دا بنګله دېش ته چې اکثريت اوسېدونکي يې مسلمانان دي، د جان کري اول سفر دى. په دغه هېواد کې تېره مياشت پر يوه کافي شاپ په حمله کې ٢٢ کسان ووژل شول چې اکثريت يې بهرنيان وو.

د جان کري تر رسېدو څو ساعته مخکې د بنګله دېش پوليسو د يوې محلې سخت دريځې ډلې دوه مشکوک غړي په ډزو ووژل.

دغه ډله جمعيت مجاهدين بنګله دېش، پر کافي شاپ په حملې تورنه شوې ده.

د بنګله دېش له پوليسو او پوځي ځواکونو سره د همکارۍ پر سر د امريکا متحدو ايالتونو او بنګله دېش ترمنځ مذاکرې په وروستيو مياشتو کې شديدې شوې دي.