د بروکسل د جنايي تحقيقاتو انسټيټيوټ ته نېږدې چاودنه شوې

د بلجيم رسنۍ وايي، د پلازمېنې بروکسل د جنايي تحقيقاتو انسټيټيوټ ته نېږدې چاودنه شوې ده.

تر اوسه د چا د ژوبلېدو راپور نه دى ورکړل شوى.

دولتي ټلويزيون RTBF نن راپور ورکړ، يو موټر چې نن سهار پېښې ساحې ته په زوره داخل شو، وروسته يې بمي چاودنه وکړه.

دغه ټلويزيون په خپل راپور کې ونه ويل چې معلومات چا ورکړي دي.

په راپور کې ويل شوي، که څه هم په چاودنه کې څوک ژوبل شوي نه دي، خو زيانونه يې اړولي دي.

په نورو راپورونو کې ويل شوي چې د پېښې ځاى ته نېږدې د پوليسو ځواک ګمارل شوى او سيمه کلابنده شوې ده.

د جنايي تحقيقاتو دغه انسټيټيوټ د بلجيم د عدلي چارواکو تر صلاحيت لاندې د تحقيقاتو چارې پرمخ بيايي.