کابل چاپ نننیو ورځپاڼو په هېواد کې د امنیتي وضعیت ترڅنګ په بېلابېلو موضوعاتو لیکنې او تبصرې کړې دي.
ویسا:
ویسا خپلواکې ورځپاڼې لیکلي وسلهوالو طالبانو د جانيخېلو ولسوالۍ په نیولو سره غواړي په پوله کې یوه بله جبهه پرانېزي.
په مطلب کې د پکتیا د سیمه ییزو چارواکو له قوله ویل شوي، د جانيخېلو ولسوالۍ له نیولو وروسته د طالبانو تمرکز د څمکنیو او پټان ولسوالیو پر نیولو دی او د وسلهوالو هداف دا دی چې حقاني شبکه افغانستان ته راولېږدوي.
سرنوشت:
بلې خپلواکې ورځپانې سرنوشت لیکلي، افغان ځواکونو په ننګرهار کې نیولې سیمې بېرته داعش وسلهوالو ته خوشې کړي دي.
وړاندې په مطلب کې راغلي د شنبې په شپه افغان ځواکونه یو دم له دغو سیمو پرشا شول، یادو سیمو ته اوس بېرته داعش وسلهوال راغلي دي.
ورځپاڼې لیکلي داعش وسلهوالو د یادو سیمو خلک پر مرګ ګواښلي او د ځینو مالونه یې هم لوټ کړي دي.
د همدې ورځپاڼې په سرمقاله کې راغلي، حکومت ژمنه کړې وه چې د قومي تړون پر اساس به شینوارو کې ۴۰۰ کسیز وسلهوالو ځواک جوړوي، خو حکومت له کوم پلان پرته له دې سیمې وتلی.
بلخوا کابل چاپ نور ورځپاڼو بیا په یو شمېر نور موضوعاتو لیکنې او تبصرې کړې دي.
سرخط:
سرخط ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې په غټو ټکو لیکلي چې په هلمند کې د توکو بیې ۵۰ سلنه لوړې شوې دي.
وړاندې په مطلب کې یادونه شوې دغه ولایت ته غځېدلې لویې او مواصلاتي لارې له درېیو اوونیو راهیسې د ټولو خلکو پرمخ تړلي دي.
د لیکوال د معلوماتو له مخې له ډېری ولسوالیو سره اړیکې پرې دي، وسلهوال طالبانو د ټلېفوني شبکو فعالیتونه بند کړي، د ولسوالیو له حاله څوک نه خبریږي.
ورځپاڼه کاږي د هلمند په زیاتو سیمو کې خلک له اوونیو راهیسې په محاصره کې بندي پاتې دي چې له کلیو او کورنو د وتلو اجاره نهلري.
همدې ورځپانې په خپلې سرمقالې پوښتنه کړې ایا د امریکا ګټې په رښتیا د جګړې په غځېدا کې نغښتې؟
وړاندې په سرمقاله کې یادونه شوې پر پاکستان د امریکا د ناز څپېړه د وسلهوالو مخه نهشي نیولای.
کابل پوسټ:
کابل پوسټ ورځپانې هېڅوک به یې په جګړه شل نه کړي تر عنوان لاندې یو مطلب خپور کړی.
لیکوال افغان حکومت ته وړاندیز کوي چې د جګړې پرځای پر سولې او پرمختګ تمرکز وکړي.
هېواد:
په پای کې هېواد دولتي ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې لیکلي د سوداګرۍ لپاره دې د پاکستان پر بدیل کار وشي.