ایران د جاسوسۍ په تور اټمي خبرو کې د پلاوي یو غړی نیولی

د ایران حکومت د جاسوسۍ په تور په اټمي خبرو کې د دې هېواد د پلاوي د یوه غړي د نیولو خبر ورکوي.

د ایران دولتي رسنیو د قضا د ویاند غلام حسین محسني اژه‌يي له قوله راپور ورکړی چې نوموړی وايي، تورن جاسوس په زندان کې د څو ورځو له تېرولو وروسته د مالي ضمانت په بدل کې خوشې شوی دی خو اوس هم تحقیقات ترې روان دي.

اژه‌يي د پارلمان د یوه غړي د هغې ادعا په اړه پوښتنې ته ځواب ووایه چې ګنې د ایران د مرکچي پلاوي یو غړی چې دوه تابعیتونه لري نیول شوی دی.

اژه‌یي د تورن نوم یاد نه‎کړ خو ویې‌ویل چې تورن جاسوس د ایران د اټمي پروګرام په اړه په مرکچي پلاوي کې نفوذ کړی و.

د سیمه‌ییزو رسنیو د راپور له مخې عبدالرسول دوري اصفهاني چې ایراني او کاناډايي تابعیتونه لري او پر ایران د لګول شویو اقتصادي بندیزونو د لیرې کولو په ټیم کې له مهمو غړو څخه و، د چارواکو له‎خوا نیول شوی دی.

د نړۍ له مهمو قدرتونو سره د ایران د اټمي موافقې په نتیجه کې چې افراطي کړۍ یې مخالفت کوي ایران د خپل اټمي پروګرام د محدودولو په بدل کې له ګڼو نړیوالو بندیزونو څخه معاف شو.